COVERING BOTH SIDES OF THE DURAND LINE

Search This Blog

د احمد ندیم قاسمی په خپله خوښه ټاکلې شوې څلوېښت افسانو ته لنډه کتنه ،،، محمد شهزاد

 د احمد ندیم قاسمی په خپله خوښه ټاکلې شوې څلوېښت افسانو ته لنډه کتنه 

محمد شهزاد


Ahmad Nadeem Qasmi book Review by Dr. Shahzad



د انسان د مثال د عظمت د سندرې وئیلو والا ادیب او بې مثاه شاعر احمد ندیم قاسمي ټول عمر مختلف اصنافِ ادب کې د پرمختګ په لاره تېر کړو . نظم، غزل، افسانه، کالم لیکل ، د ماشومانو کتابونه ، ژباړې ، تنقید ، تکل او ډرامې وغیره شتون لری. هغه مدیر ، کالم نویس ، سیاسي رائے ورکونکې او یو ښه خبريال هم وو . 


احمد ندیم قاسمي د ټولنیزې حقیقت نگارۍ په خاطر یوازې په خپلو افسانو کې کلیوال ژوند ، طبقاتی بیل والې ، سیاسی ، ټولنيز ، پاتې شوې طبقې او د ناانصافۍ موضوع جوړه خوښه کړې ده . بلکې د سیاست او مذهب هغه ټول کردارونه چې وولس تل بې واکه ساتی ، د خپل قلم لاندې راوستې دي . په خپله کې یو لوې ترقی پسند وو او د مارکسی نظریې پلوی وو ، خو کله یې هم بې ځایه پروپیګنډه نه ده لیکلې . نور یې په لیکنو کې دغه د طبقاتي کشمکش رنګ ښه ښکاره دې او د احمد ندیم قاسمی په فکری او قلمی روزنه کې د مارکسسزم لویه برخه وه . 

د خپلې زمکې او د هغې زمکې وسیدونکیو سره یې رشته کله هم سطحی نه وه، بلکه ډیره بشپړ رشته یې وه ورسره . د قاسمي د فرد او سماج سره ډیره جوته رشته وه او هغه دغه لاعمل وو چې په خپلو ټولو افسانو کې یې پرې لیکل کړې دي . . ټولې افسانې یې په حقیقت نګارۍ ولاړې دی او هغه به خپله وئیل چې 

«  حقیقت جامد څه نه وي  ، د دې تاریخ سره تړون وی ده او دا د مستقبل سره هم یو تړون لری » 


نوټ : 

احمد ندیم قاسمی که څه هم یو ډیر لوې لیکوال پاتې دې ، خو په افسانو کې یې چاته کله څه ډول اپیل محسوس نه شو ، نو وجه به یې هم دغه وی چې احمد ندیم قاسمی په خپلو افسانو کې د پنجاب ټولنیز ژوند په اړه لیکل کړې دي .. احمد ندیم قاسمی ته د پنجاب د کليوال ژوند افسانه‌ نګار هم وائ ..

No comments